امنیت

دخانقا ولسوالۍ لپاره د طالبانو دوه تنه نومول شوي مسولين ووژل شول.

کابلباختردثور٣١
دجوزجان ولايت د خانقا ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال او امنيه قوماندان تيره شپه  ووژل شول .
دجوزجان ولايت د امنيې قو ماندانۍ دامنيت امر سمونوال سيد زمان الدين باختراژانس ته وويل، دخانقا ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال په قاري فياض مشهور نعمت الله او دغې ولسوالۍ ته نومول شوى امنيه قوماندان په ماين ساز مشهور عبادالله د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل، په دغو عملياتو کې دوه کلاشينکوفونه د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته