فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر پيغام

کابل- باختر د تلې د مياشتې ١نيټه
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر عبدالباري جهاني پيغام
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جمهور ریئس محمد اشرف غني، د جمهور ریئس مرستیالانو، اجرایوي ریئس ډاکټرعبدالله عبدالله، د اجرایوي ریاست مرستیالانو، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، د ملي شورا د دواړو جرګو رئیسانو، د کابینې غړو او ټول سرلوړي افغان ملت ته؛ د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت؛ مبارکي وړاندې کوي.
لوی اختر د انساني ژوند د خوندیتوب او امن خورا څرګند پیغامونه لري. د اسلام سپېڅلي دین د انسانانو د ژوند پر سمون او ثبات ډېر زیات ټینګار کړی دی؛ څنګه چې افغان اولس تر بل هر وخت دا مهال؛ تر بل هرڅه؛ سولې ته ډېره اړتیا لري!
دُعا کوم چې د نېکمرغه اختر دغه مبارک فرصت د هیواد د سولې او ثبات زېری شي. د ټولنې له هر فرد څخه هیله کوم چې د یو بل زغملو او خپلولو په روحیه د هیواد روح ته د سولې او یووالي ډالۍ وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته