نړۍ

د هند او پاکستان په اړيکوکې تاوتريخوالى

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٣
د هند او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالي او ناندرې د حزب المجاهدين د ډلې په مشر برهان واني په وژنې د اسلام آباد له اعتراض او د هند تر کنترول لاندې کشمير کې له خو نړيو پيښو وروسته نوي پړاوته رسيدلي  دي .
دايرنا دخبرله مخې:
د پاکستان د صدر اعظم د دفتر له خوا د وينا صادريدو او د هند ترکنترول لاندې کشمير په خونډيو پيښو ددغه هېواد د اعتراض د ابلاغ لپاره په اسلام آباد کې د هند د سفير احضار د دوو اټومي وسلو لرونګو ګاونډيو هېوادونوترمنځ تاوتريخوالى زيات کړ .
د پاکستان صدر اعظم د هند د اردو له خوا د کشمير د يوه مشر برهان واني او د نورو بېګناه خلکو د وژل کيدو له امله انديښنه لري.
د پاکستان حکومت په دغه هېوادکې د هند د سفير ګوتم بامباوالا په احضارولو سره د هند تر کنترول لاندې کشميرکې د وروستيو ورځو د خونړيو نښتو په اړوند د اسلام آباد  د رسمي  اعتراض  ده ته ابلاغ کړ .
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ته د هند د سفير د احضارولو په بهيرکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت معين اعزاز احمد چودري د کشمير د حزب المجاهدين د مشر برهان واني او د هند تر کنترول لاندې کشميرکې د يو شمېر اعتراض کوونکو د وژل کيدو په نسبت د اسلام آباد د انديښنې او اعتراض مراتب ده ته ابلاغ کړل.
پاکستاني لوري څرګنده کړه چې د کشمير د يوه مشر په غير قانوني وژنې د خلکو د سوله ييز اعتراض پرخلاف له زور څخه کار اخستل د انديښنې وړ او د بشر له حقوقو او د بيان له آزادۍ څخه سرغړونه ده .
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند (ويکاس سواراب) هم د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وينا پرخلاف غبرګون کې وويل چې دغه وينا له تروريزم سره د پاکستان د ملاتړ او د دغه هېواد د دولتي سياست د څرګندولو په توګه له هغه څخه د استفادې څرګندويه ده.
ده پاکستان ته سپارښتنه وکړه چې د ګاونډيو هېوادونو په کورنيو چاروکې دې له لاس وهنې څخه ډډه وکړي .
د هند صدر اعظم نارندرا مودي هم په يوه وينا کې پاکستان ته په يوه غير مستقيمه اشاره کې وويل: هغه کسان چې تروريستانو ته پناه ورکوي؛ له دغو کسانو څخه په خپلو هدفونو د لاس بري لپاره استفاده کوي.
د سيمه ييزو مقاماتو دڅرګندونوله مخې: د حزب المجاهدين په غير مستقيمه اشاره کې وويل: هغه کسان چې تروريستانو ته پناه ورکوي؛ له دغوکسانو څخه په خپلو هدفونو دلاس بري لپاره استفاده کوي .
د سيمه ييزو مقاماتو دڅرګندونو له مخې: د حزب المجاهدين د غير قانوني ډلې د مشر برهان مظفر واني په وژنې د اعتراض کوونکو او پوليسو ترمنځ نښته کې له څو ورځو راپه دې خوا څه ناڅه ٣٠ تنه وژل شوي او ٣٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي .
د پوليسو او اعتراض کوونکو ترمنځ په جګړې د برهان مظفر واني د مړي له  ښخولو وروسته د شنبې له ورځې څخه په کشميرکې پيل شوې دي .
د هند امنيتي ځواکونو د جمعې په ورځ د جمو او کشمير په ايالت کې د ان نستاګ په سيموکې د جمعې په نمانځه کې د واني د ګډون په باب د اطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته د سيمې په کلابند کولو سره، دى او دوه تنه ملګي يې ووژل .
پوليسو د حزب المجاهدين د دغه ځوان مشر د نيولو لپاره ١٥ زره ډالره جايزه ټاکلې وه.
د حزب المجاهدين دپوځي مليشو ډلې، د هند حکومت د دغه هېواد په پايتخت ډلى کې د غچ اخستوونکو بريدونو په ترسره کولو ګواښلى و .
د هند د حزب المجاهدين د غير قانوني ډلې مشر سيدصلاح الدين وويل چې په ملکي وګړو بريد په د هند لپاره جدي عواقب ولري.
د هند صدراعظم نارندرامودي د سه شنبې په ورځ افريقايي هېوادونه ته له ٤ ورځني سفر څخه له ستنيدو وروسته له ډيل پرته په کشمير دره کې له تاوتريخوالي او نا آرامو د څيړنې لپاره بيړنۍ غونډه جوړه کړه او په ترڅ کې يې د کشمير د وروستي امنيتي حالت او د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د چارو په باب خبرې وکړې .
د هند د کورنيو چارو وزير راجنات سنګهه چې ټاکل شوې وه د هند او امريکا په امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره امريکا ته سفر وکړي ، خپل سفر يې وځنډاوه .
دولتي خبرځايونو اعلام وکړ چې د هند دولت د حزب المجاهدين دپوځي مليشو او په کشمير کې د نورو فعالو پوځي مليشو د ډلو د ځپلو لپاره جدي اراده لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته