امنیت

پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
دهغو عملياتو له امله چې په تيرو ٢٤ساعتوکې  دهيواد په  څو ولايتونو ترسره شول پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه دقندهار ، زابل ، غزني او دپکتيکا دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل .
دغه راز په دغو عملياتو کې اته تنه طالبان ټپيان او نهه تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو عملياتو کې  يوه اندازه سپک  او درانده  جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديادونې وړ ده چې دملي پوليسو ځواکونو دلغمان ، بلخ  ، ميدان وردګو اودلوګر دولايتونوپه مربوطاتو کې اووه ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته