خبرونهامنیت

پنځه پنځوس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

د ۳۵ پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ۵۵ وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.

باختر آژانس د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې دغه وسله وال طالبان د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې وووژل شول.

په وژل شويو کې ۳۵ پاکستاني طالبان هم شامل دي.

خبرځاى زياته کړه: د دغو عملياتو په بهير کې ٢٣ وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى جنګي وسايل او وسايط له منځه يوړل شول.

خبرځاى زياته کړه چې د وسله والو طالبانو ١٣ ماينونه، د ٨٢ ملي متري توپ ۸ ګولۍ، يو دوربين، درې موټرسايکلونه او دوه مخابرې ترلاسه شوې دي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته