نړۍ

دشمالي کوريا مشر دخپلې عمه ميړه په سپيانو خوړلى دى .

پيونګ يانګ نړيوالې خبري  منابع – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
ديوې چينايي ورځپاڼې دخبرله مخې   : دشمالي کوريا د مشر عمه ميړه په ډير وحشيانه  ډول اعدام شوى دى .
په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې دشمالي کوريا دمشر دعمه ميړه په بربنډ ډول په يوه پنجره کې اچول شوى و  او وروسته يې نږدې يو سلو شل  وږي سپيان هم په دغې پنجره کې اچولي و او دشمالي کوريا دغه جګپوړى مقام  وږو  سپيانو خوړلى دى .
تراوسه پورې هيڅ  مستقلې مرجع  ياد عدلي طب رپوټ دغه موضوع  نه دى تصديق کړى خو پوښتنه په دې ځاى کې  ده چې آيا دا يو حقيقت دى او که څنګه  ؟ چې چينايي  ورځپاڼو د شمالي کوريا پرضد دغه خبر خپور کړى دى .
په همدې حال کې دورځپاڼې ليکنې  دبرخې کارپوهان په دې عقيده دي چې په چين کې  ورځپاڼې په  جدي توګه  د حکومت تر څارنې لاندې دي او که چيرې دغه خبر حقيقت نه لرلى هيڅکله چينايي ورځپاڼو دغه شان خبرنه خپرا وه .
دشمالي کوريا د اوسني  مشر دعمه ميړه  د دغه   هيواد يو جګپوړى  مقام و چې هيوادته دخيانت په جرم په اعدام محکوم شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته