اقتصاد

دپنجشير دبازارک خلکو دبازارک دحوزي دبريښنا دپروژې دکار دبهير دچټکتيا غوښتنه وکړه .

کابل باختر د ليندي اتمه :
دپنجشير دبازارک دحوزي دبريښنا دتوليد دفابريکې دجوړولو دکار له پيل څخه تراوسه پورې شپږ کاله تيريږي خو تراوسه پورې دجوړولوکار يې نه دى بشپړشوي .
دبازارک يو شمير اوسيدونکي ددغه ټکې په څرګندولو سره دپنجشير ولايت له دولتي مسوولينو څخه شکايت لري چې دوي په دې برخه کې هيڅ راز پاملرنه نه دى کړى .
دغه اوسيدونکى وايي سره له دې چې ددغې فابريکې قرارداد دروان کال دثورپه مياشت کې دانترګلوبل له يوبل شرکت  سره وشو خو سره له دې هم دپروژي دکار بهير ګړندى نه دى او تراوسه پورې په سلو کې لس کار يې پرمخ  نه دى تللى .
دپارنده ددري اوسيدونکي محمد عزيزقريشي وايي چې مخکې له دې  دنورمن روسي په نامه يوبل شرکت ددغې پروژي دجوړولو کار په غاړه درلود چې دلنډي مودې له تيريدو وروسته له کوم موجه دليل پرته کار يې وځنډاوه .
ددغې فابريکي دبنسټ ډبره په ١٣٨٦ کال کې دهيواد دانرژۍ او اوبو وزارت له خوا ايښودل شوي ده .
مسوولينو ويلي و چې ددغې پروژې  دکاري بهير له بشپړيدو وروسته چې  دوه جنراتورونه ، داوبو بند او دڅلوروميګاواټو بريښنا په ظرفيت سره دوه توربينونه به پکې شامل وي څه دپاسه اته زره کورنى به له بريښنا څخه يې ګټه واخلي .
په همدې حال کې دپنجشير ولايت دبريښنا آمر سيف الله هم دپروژي دکارد سستوالى په باب  دخلکوشکايتونه تاييد کړل او له دولتي مسوولينو څخه يې ددغې پروژې دکار د ګړندي کولو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته