امنیت

په قندهارکې د چاودنې له امله درې تنه طالبان ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٨
په موټرکې د ايښودل شوي بم د چاودنې له امله په قندهار ولايت کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تيرماښام د شورابک په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې څو تنو طالبانو غوښتل په چاوديدونکو توکو بار موټر د شورابک ولسوالۍ ته وليږدوي چې موټر وچاوديد او له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې: په قندهار ولايت کې د دوو ډلو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه وسله وال طالبان له وسلو سره يې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې چې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ وشوه؛ دوه تنه وسله وال طالبان له وسلو سره يې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته