امنیت

د ملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٠
د کونړ ولايت په يوه واټ کې نن د ماين د چاودنې له امله د ملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان او دوه تنه نور سرتيري ټپيان شول.
په ختيځ زون کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند محمد نعمان هاتفي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د ملي اردو د ځواکونو يو اکملاتي کاروان چې په ناړې ولسوالۍ کې يې امنيتي پوستو سرتيرو ته اکمالات برابرول؛ په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې له امله يې د ملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان او يوبل سرتيرى ټپي شو.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: ټپي سرتيرى د کونړ ولايتي روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته