سیاست

محمد کريم خليلي : دولت به هلې ځلې وکړې چې ددرواز دسيمې دستونزو په لري کولو کې دحل مناسبه لاره غوره کړي .

کابل باختر د ثور شلمه

 دبدخشان ولايت  ددرواز دسيمې  يو شمير مشرانو او سپين ږيرو  نن له غرمې وروسته  د جمهور رييس له مرستيال  محمد کريم خليلي سره وکتل .

  باختر اژانس ته دجمهوري رياست  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې  په دې کتنه کې چې په ولسي جرګه کې  دبدخشان دخلکو  دوو تنو استازو  لطيف پدرام او فوزيې  کوفي  هم برخه لرله . برخه والو  ددغه ولايت  په تيره بيا  ددرواز دسيمې  د  اوسيدونکو  دسيمه ئيزو ستونزو په باب  دجمهور رييس مرستيال ته  معلومات ورکړل .

 دغو برخه والو چې دبدخشان ولايت ددرواز دسيمې دپنځو ولسواليو استازيتوب کاوه  ،  شکايت  درلود  چې ددغه ولايت په تيره بيا ددرواز دسيمې اوسيدونکي دنامناسب  جغرافيايي حالت په دليل دژمي او پسرلۍ په فصلونو کې  له زياتو ستونزو سره   لاس او ګريوان دي . 

 ددوي د څرګندونو له مخې ،  ددرواز دسيمې  خلک  هرکال  دژمې په فصل کې  دواوري ښوئيدنې  له خطر سره  او په پسرلۍ کې  د سيلاونو دراوتلو له خطر سره  مخامخ دي  اوتراوسه پوري  مواصلاتي لاره يي  هم  نه دي جوړه شوي .

 دوي ټينګار وکړ هغه مرستي چې  دافغانستان ددولت يا دنړيوالو سازمانونو له خوا  په بيړنيو حالاتوکې  ددغي سيمې اوسيدونکو ته  برابريږي  ددغي ساحي  دخلکو ستونزو ته  ځواب نه شي ويلي .

    له دې امله  ددغو سيمو استازو دافغانستان ددولت  له مشرتابه څخه  غوښتنه وکړه  چې ددرواز دسيمې او دبدخشان ولايت د نورو نا مساعدو  سيمو  دخلکو دستونزو  دلري کولو په مقصد  د حل اصولي لاره  ترلاس لاندې ونيول شي .

  وروسته دجمهور رييس مرستيال  دبدخشان ولايت  ددرواز دسيمې  له استازو او مشرانو سره  دکتنې له امله  دخوښئ د څرګندولو په ترڅ کې  وويل  چې دى  ددغه ولايت دخلکو  دستونزو او مشکلاتو په باب  معلومات لري او هيله من  دي  چې دحلقوي سړک  جوړول  وکولي شي  دبدخشان ولايت دخلکو  ځينې ستونزې  حل کړي .

   ده  ددرواز دسيمي او دبدخشان ولايت  دنورو  زيانمنونکو سيمو  دمشرانو دوړانديز په اړوند وويل چې ددوي  غوښتنې او  ستونزې به  دهيوادوالو دحقوقو په چوکات کې وڅيړل شي

 ده دغه راز دکتنې برخه والو ته ډاډ ورکړ  چې  ددولت  دمشرتابه هيئت به  هلې ځلې وکړې  چې ددرواز دسيمې  دخلکو دستونزو د حل کولو په لاره کې  دحل مناسبه لاره   ولټوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته