ورزش

دتورغنډۍ دښارګوټي ټيم اتل شو.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
دهرات د ولسواليو دجام دواليبال سيالۍ دتورغنډۍ ښارګوټي د ټيم په اتلوالۍ سره پاى ته ورسيدې .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل : ددغو سياليو پاى لوبه دتورغنډۍ دښارګوتې او دکرخ دولسوالۍ دټيمونو ترمنځ وشوه چې لوبه ديوې په مقابل کې په دريو سره دتورغنډۍ دښارګوتې دټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم اتل شو .
دغه راز د کرخ او د رباط سنګي ټيمونو دويم او دريم مقام وګټل  دغه سيالۍ ديوولسو ټيمونو ترمنځ په هرات ښار کې پيل شوي وې .
ديوبل خبرله مخې  : دهرات دباسکټبال دغوره ليک سيالۍ پرون مازيګر د درخشان او دسمندر دټيمونو ترمنځ په يوې لوبې سره  دوام موند.
دغه لوبه د اووه شپيتو په مقابل کې په اتيا سره د درخشان دټيم په ګټه پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته