کابل باختر د غبرګولي دمياشتې ١٣ :
په دايکنډي ولايت کې د ترافيکي پيښې له امله د ماشومانوپه ګډون ٨ تنه ووژل شول او ١٤ تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې وروسته هغه وخت رامنځته شوه چې يوفلاينکوچ موټر د ميرامور ولسوالۍ په فلاکس سيمه کې د زيات ګړنديتوب له امله له واټ څخه ووت او چپه شو چې له امله يې ٨ تنه چې دوه نارينه او له ٩ کلنى څخه تر ١٣ کلنى پورې ٦ تنه نجونې پکې وې؛ ووژل شول او ٤ تنه نور يې ټپيان شول.
د دايکنډي ولايت د عامې روغتيا رياست يو مسوول سيدسرور حسيني وويل چې په دې پيښه کې ديارلس تنه ماشومان او يو سړى ټپيان شوي او د درملنې لپاره دغزني ولايت روغتون ته ليږدول شوي .
ده د دغې پيښې د شپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
دايکنډي د افغانستان يو مرکزي ولايت دى او سختې لارې لري او ټول سړکونه يې خامه دي او له همدې امله زياتې ترافيکي پيښې پکې کيږي.
0 1 دقیقه لوستل