امنیت

شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٨
په يوه تفريحي ساحه کې دمخالفينو د ډزو له امله شپږ تنه شهيدان او ټپيان شول.
د زابل ولايت په مربوطاتو کې پرون په يوه تفريحي غونډې کې په خلکو د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د ډزو له امله درې تنه ملکي وګړي شهيدان اود يوه پوليس په ګډون درې تنه نور ټپيان شول.
د زابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر غلام جيلاني فراهي دباختر آژانس خبريال ته وويل : د زابل ولايت دمرکز قلات ښار د سوري په غونډې کې په خلکو دوسله والو مخالفينو ډزې هغه وخت وشوې چې خلک دتفريح لپاره راټول شوي وو.
دقلات روغتون مسولين وايي درې مړي او درې ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته