امنیت

د ارزګان ولايت د وګړو د احوالو دثبت مسوول شهيد شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٣
د ارزګان ولايت د  وګړو د  احوالو دثبت د دفتر مسوول تيره شپه له  خپل  ساتونکي  سره شهيد شو .
د ارزګان ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل  :
دوګړو د احوالو د ثبت د دفتر مسوول کله چې له خپل ساتونکي  سره دخپل کور په لورروان ود لارې په  اوږدوکې د ماين دچاودنې له امله  له  خپل ساتونکې سره شهيد شو .
دا په   داسې حال کې ده  چې  يو پوليس په  همدې سميه کې له طالبانو سره دنښتې له امله شهيد شو .
طالبانو په يوې امنيتي پوستې  بريد وکړ چې  په دې نښته  کې طالبانو ته  هم د سر
زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يي تراوسه پورې معلوم نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته