سیاست

د ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزير سره د ضرار احمد عثماني په کتنه کې دافغانستان او دتور سمندرګي او قزاقستان ترمنځ د ترانزيتي لارو د جوړولو په باب خبرې وشوې.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
د  افغانستان دبهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني   چې ددغه وزارت ديوه هيت په مشرۍ ديوه   رسمي   سفر لپاره  ترکمنستان    ته تللى دى   پرون يې د دغه هېواد
د وزيرانو شورا د رييس  له مرستيال او دبهرنيو چارو   له   وزير سره    په عشق آباد ښار کې   وکتل.
د  بهرنيو چارو وزرات د اطلاعاتو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دواړو لورو   د دواړو هيوادونو ترمنځ    د دوستانه اړيکو د
ټينښګښت او  پراختيا ، د  ترکمنستان – آذربايجان او ګرجستان   له لارې
دافغانستان او تور سمندرګي ترمنځ د  ترانزيتي لارې    دجوړولو او دافغانستان
له لارې  ((دتايپي پروژه ))   له ترکمنستان    څخه هند او پاکستان    ته د    ګازو دليږدونې په باب خبرې وکړې.
دترکمنستان د  وزيرانو شورا د   رييس مرستيال او د   بهرنيو چارو  او    وزير
د دواړوهيوادونو ترمنځ د  ورورولۍ  او تاريخي او دوستانه اړيکو په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه :   ددغو دواړو هيوادونو دولتونه او خلک د زياتو پيړيو په بهير کې  ژور فرهنګي مشترکات لري  او د دوو دوستو او ورونو ملتونو په توګه يې په سوله ييز  ډول ديوبل ترڅنګ ژوند کړى دى.
د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ   اړيکو په   وروستيو کلونو کې دمتقابل  درناوي  او ملاتړ او د ښه   ګاونډيتوب  پربنسټ   زياته پراختيا موندلې ده .
د دواړو هيوادونو دجمهورو رييسانو ترمنځ  صميميت او ګډ نظر ددغو اړيکو په لازيات ټينګښت او ژورتيا کې ستر رول  لري.
په مقابل   کې د  افغانستان د بهرنيو چارو   وزير افغاني هيت   ته دترکمنستان دهرکلي او کوربه توب له امله د مننې  په    څرګندولو او د  افغانستان داسلامي جمهوريت دښه ګاوندي   په توګه له ترکمنستان سره د دوستانه اړيکو ارزښت  ته  په اشارې سره وويل   ((دافغانستان دولت او خلک له ترکمنستان سره دګاونډيتوب له امله بشپړ رضايت لري او په بيلابيلو برخو کې له دغه هيواد سره داړيکو دپراختيا غوښتوونکي دي ،له شک پرته د دواړو هيوادونو ترمنځ ګډې ګټې   په سيمه کې دسولې او ثبات دلازيات ټينګښټ ضمانت کوي او له دې  لارې کولاى شو په  لازمه او سوکاله   فضا کې ديوبل ترڅنګ ژوندوکړو  ا ما دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو د وزير په توګه ترکمنستان ته سفر کړى دى  چې دترکمنستان  ،  آذربايجان او ګرجستان له   لارې دافغانستان او د   تورسمندرګي ترمنځ د ترانزيتي لارې   دجوړولو او د دواړو هيوادونو ترمنځ دتجارتي او اقتصادي اړيکو د  پياوړتيا لپاره د  نورو فرصتونو په  باب د  دغه هيواد له   مقاماتو سره خبرې وکړم  چې دا  کار په خپله   دواړو هيوادونو ترمنځ  دگډو ګټو سبب کيږي.
دترکمنستان د وزيرانو شورا د رييس مرستيال او دبهرنيو چارو وزيرانو شورا او
د رييس مرستيال او د  بهرنيو چارو وزير  د دواړو هيوادونو ترمنځ دګډو ګټو او دباور د پياوړتيا د وسيلې په توګه ددغې ترانزيتي لارې د  جوړولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو د  وزير  وړانديز تاييد کړ او پيشنهاديې  وکړ چې په نږدې راتلونکې کې دې  يو ګډ کميسيون جوړ شي چې دپروژې دعملي کيدو او د  تورسمندرګي په ترانزيتي دهلير د افغانستان د برلاسي په برخه کې عملي اقدامات ترلاس   لاندې   ونيول شي.
د دغې کتنې په پاى کې د سياسي سلامشورو په  برخو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت او د ترکمنستان جمهوريت دبهرنيو چارو د  وزارتونو ترمنځ   د همکارۍ پروګرام د دواړو هيوادونو دبهرنيو چارو د  وزيرانو له خوا لاسليک شو.
دغه راز دافغانستان دبهرنيو چارو   وزير   پرون له    غرمې وروسته د  ترکمنستان دبهرنيو چارو وزارت د ديپلو ماسي په اکاډمۍ کې وينا وکړه ، د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو دټينګښت او په   وروستيو دو  سره کلونو کې دافغانستان دپرمختګونو په باب معلومات  وړاندې کړل .
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير د خپلې وينا په يوه برخه کې وويل : تاسې په نږدې راتلونکې کې دخپل هيواد په  سياسي تصميم نيونو او د ديپلوماتيکي اړيکو په ټينګښت او پراختيا کې  ونډه   ولري .
د يوه ديپلومات  ډيره  ستره  دنده د نورو هيوادونو له ګټو سره د خپل هيواد دګټو شريکول او پيوند ورکول  دي  په هغې نړۍ کې چې نن موږ   ژوند کوو    دې ته اړتيا لرو چې په يوه سوله  ييزه   فضا کې   ژوند وکړو او  د  باور پربنسټ   داړيکو له لارې دهيوادونو ترمنځ ګډې ګټې   ددغې فضا په برابرولو کې   مرسته   کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته