امنیت

د بغلان د ملي امنيت دوه تنه کارکوونکي ټپيان شول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٧
د بغلان ولايت دملي امنيت دوه تنه کارکوونکي نن په واټ کې د ښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه د پلخمري ښارته څېرمه د پلخمري-سمنګانو د لوى لارې په اوږدوکې د (باغ معدن) په ساحه کې رامنځته شوه چې له امله يې د ملي امنيت دوه تنه کارکوونکي چې په سيمه کې د ترافيکي وسايطو په کنترولولو او پلټنې بوخت وو ، ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته