امنیت

دغور دپوليسو يو مقام ديو ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتې شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٦
دغور ولايت دپوليسو يو مقام د طالبانو له يو ناوړه قصد څڅه روغ رمټ پاتې شو.
دتولک ولسوالۍ په امنيه قوماندان پرون ناوخته کله چې ددغه ولايت دمرکز چغچران ښار په لور روان و  د ‏لارې په اوږدوکې  د ده دسپرلۍ په کاروان د طالبانو له خوا بريد وشو.
دغور ولايت دتولک ولسوالۍ سيمه ييز مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دې پيښه کې ددغې ولسوالۍ امنيه قوماندان ته زيان نه دى اوښتى.
ويل کيږي دهغې نښتې له امله چې رامنځته شوه درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دغه سيمه ييز مسوول وايي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته