امنیت

٦١ تنه ډار اچوونکي دهېوادپه بيلابيلو سيموکې ووژل شول .

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
دملي دفاع وزارت دامنيتي او دفاعي ځواکونو دچانيزو عملياتو په   بهير کې  د ٦١ تنو تروريستانو دوژل کيدو خبر ورکوي .
دباختراژانس دخبرله مخې  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي .
په تيرو ٢٤ ساعتو کې ملي دفاعي اوامنيتي ځواکونو ګډ عمليات دهېواد په بيلابيلو برخوکې د ډار اچوونکو دځپلو په موخه تر سره کړل چې له امله يې  ٦١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او  ٤٣ تنه نور يې ټپيان شول او دننګرهار ، کاپيسا ، پکتيا ،  غزني ، کندز ، زابل ، روزګان ،  بادغيس ،  بلخ ، فارياب ، جوزجان ،کندزاودهلمندولايتونه ددغوعملياتوډګروو
دغه  راز دملي دفاع وزارت وايي په تيرو ٢٤ ساعتو کې  ١٥ چاڼيز  عمليات پلان شوي دي او ١٢ خاص عمليات  دهېواد په  ١٣ ولايتونوکې ترسره شول او هوايي  ځواکونو هم عملياتو کې دشاملو ځواکونو په ملاتړ  ٩٣ هوايي الوتنې  اجرا کړې چې په دغو عملياتو کې ددښمن په ځالو  ١٥ ډزې لګيدلي دي .
  ختم_ شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته