فرهنګ

په کابل کې ګډ نندارتون جوړ شو

کابل/ د سلواغې۳۰ مه/ باختر
د افغانستان او ايران اتم ګډ نندارتون نن په کابل کې جوړ شو. 
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دغه نندارتون کې ٤٠ ايراني او ٥٠ افغاني شرکتونو خپل توليدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.  
په نندارتون کې خوراکي او د سينګار روغتيايي توکي، ساختماني، طبي، برېښنايي، کرنيز، صنعتي او د کور وسايل نندارې ته وړاندې شوي دي او د څلورو ورځو لپاره د سهار له ٣:٣٠ څخه د مازيګر تر ٤:٣٠ بجو پورې پرانيستى دى.
د دغه نندارتون د پرانيستلو په مراسموکې د سوداګرۍ او صنعت وزارت معين عبدالکريم ملکيار وويل چې د سوداګرۍ او صنايعو په برخه کې د نويو قوانينو په چمتو کولو سره کورنيو او بهرنيو سوداګرو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونو مرستيال محمد يونس مومند وويل: په ١٣٩٨ کال کې ايران ته د افغانستان صادرات ٢٤ ميليونه ډالره او له ايران څخه افغانستان ته واردات څه دپاسه يو ميلياردو ډالرو ته رسېدلى دى.
پاى ذ 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته