ټولنه

د هرات مشرتابه د روږدو کسانو پر درملنې ټينګار وکړ

کابل/ باختر/ د لیندۍ ۱۰ مه
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د روږدوکسانو د راټولولو کمېسيون له غړو سره په کتنه کې د بې کوره روږدو کسانو په تېره بيا د ښځو او ماشومانو درملنې ته پاملرنه يو لومړيتوب وباله.
د روږدو ښځو او ماشومانو د راټولولو او درملنې طرحه په روانه اوونۍ کې په هرات ښار کې پيلېږي.
د دغې طرحې له مخې ټاکل شوې ده له سيمه ييزو منابعو، ادارو، موسسو، خير غوښتونکو شخصيتونو او خلکو څخه په استفادې سره د روږدو کسانو د درملنې د اړتياوړ امکانات تدارک شي. هغه روږدي کسان چې د دغه پروګرام له لارې راټولېږي؛ له درملنې وروسته به کورنيو ته وسپارل شي.
سره له دې چې د دولتي ادارو مسوولين د روږدو کسانو د درملنې لپاره د کافي امکاناتو او منابعو د نه شتون خبر ورکوي؛ خو ټينګارکوي چې په دغه پروګرام کې به په فعالې ونډې اخيستنې سره هلې ځلې وکړي چې په ژمي کې د روږدو کسانو د راټولولو، ساتنې او درملنې زمينه برابره شي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته