سیاست

جمهوررئیس کرزی: د امنیتي موافقه لیک د لاسلیک لپاره بیړه نه، بلکې دقت کوو

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ٢ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د کورنیو رسنیو له یو شمېر مسوولینو سره په ناسته کې د هېواد د یو شمېر ملي مسئلو د هغې له جملې څخه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقه لیک په باب خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې پرون له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس وویل چې ما په مشورتي لویه جرګه کې په خپلو ویناووکې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره د افغانستان شرایط چې هغه د افغانستان د خلکو پر کورونوباندې په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو او بریدونو بندیدل او د سولې د بهیر په عملي او علني توګه پیلیدل دي، بیان کړل او اوس هم پخپلو دغو شرطونو ټینګار کوم.
جمهوررئیس څرګنده کړه چې له کلونو را په دیخوا د دغو دوه موضوع ګانو په اړه زموږ دریځ همداسې و او تر اوسه پورې  هم دوام لري.
حامدکرزي د دغې پوښتنې په ځواب کې که له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه شي افغانستان به په کورنیو جګړوکې ښکیل شي، وویل چې دا یوازې ناوړه تبلیغات دي.
جمهوررئیس زیاته کړه چې افغانستان د تاریخ په اوږدوکې هیڅکله هم په کورنیو جګړو کې نه دی ښکیل شوی او د نوي یمې لسیزې جګړې د باندینۍ لاس وهنې له امله رامنځته شوې .د تنظیمونو، ډلو ټپلو او طالبانو جګړې باید د افغانستان خلکو ته  نسبت ورنه کړو ځکه چې د افغانستان ملت متحد او متفق دی.
حامدکرزي په ټینګار سره وویل چې هیڅ هېواد هم د بهرنیو هېوادونو په مرسته نه دی آباد شوی، بلکې د هغه د خپلو خلکو په زیار او هڅو جوړ شوی دی.
جمهوررئیس په دې ناسته کې وویل چې له امریکا سره امنیتي تړون د اقتصادي دلایلو لپاره نه، بلکې  د هېواد د عمومي ثبات د ټینګښت او له زیانونو څخه د هغه  د نجات لپاره لازم ګڼم.
حامدکرزي وویل چې زه له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک غواړم، خو د افغانستان د خلکو کورونه باید د امریکایي ځواکونو له بریدونو څخه مصوون وي او افغانستان باید قرباني او د دوامدارې جګړې ډګر و نه اوسي.
جمهوررئیس د سولې د بهیر په عملي پیل باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې موږ یو موټی او متحد افغانستان غواړو چې د یو قوي حکومت لرونکی وي، ځکه چې د افغانستان په قلمروکې دوه بیرغونه نه ځایږي.
حامدکرزي په دې ناسته کې وویل هغه شرطونه چې موږ د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره ایښي دي د دې لپاره دي چې افغانستان له بې ثباتۍ او جګړې څخه خلاصون ومومي او هغه ثبات ته و رسیږي چې د هغه د خلکو حق دی.
جمهوررئیس د دغې پوښتنې په ځواب کې چې د ده له نظره تروریست څوک دی، وویل: هر هغه څوک چې افغانان او انسانان وژني او له هرې دریڅې چې راغلی وي، تروریست، انسان وژونکی او د افغانستان د خلکو دښمن دی.
حامدکرزي په دې اړه چې کله به له امریکا سره امنیتي او دفاعي موافقه لیک لاسلیک کړي، وویل: هرکله چې هغوی په عملي توګه زموږ د شرایطو د منلو لپاره چمتو شول، موږ هم  چمتو یو، ځکه چې موږ بیړه نه لرو، بلکه لا ډیر دقت کوو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته