کابل باختر دلړم شلمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمرپرون د اروپایي اتحادیې د سیاسي او امنیتي شورا له غړو سره په بروکسل کې وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان پر عمومي وضیعت او راتلوونکې خبرې وشوې.
دملي اميت دسلاکاردفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د اروپایي اتحادیې امنیتي او سیاسي کومېټې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د لاسته راوړنو قدرداني وکړه او د اصلاحاتو تطبیق اوله فساد سره دمبارزې په برخه کې یې د ملي یووالي حکومت د اقداماتو ستاینه وکړه. د اروپایي اتحادیې د سیاسي اود امنیتي شورا استازو و ویل، چې د ملي یووالي حکومت د نړېوالې ټولنې لپاره غوره شریک دی او د نړېوالې ټولنې توجه یې یو ځل بیا د افغانستان مسایلو ته را ګرځولې ده. د اروپایي ټولنې سیاسي او امنیتي شورا د سولې پروسې، ملي او سیاسي اجماع او اروپا ته د افغانانو د مهاجرت په اړه هم خپلې اندېښنې او پوښتنې د ملي امینت له سلاکار سره شریکې کړې.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل، چې د ملي یووالي حکومت د خپلو بنسټونو پر پیاوړتیا او د ملي او سیاسي اجماع پر ټینګښت کار کوي. د هغه په وینا د افغانستان دولت د سولې ټینګښت ته ژمن دی خو هغه به د سولې خبرو ته کېني، چې د افغانستان خلک ډاډ پیدا کړي، چې دښمن له تروریستي کړنو څخه لاس اخېستی دی.
په دې کتنه کې د ملي امنیت سلاکار د اروپایي ادتحادیې د امنیتي او سیاسي شورا له استازو غوښتنه وکړه، چې تر دوه زره شپاړسم کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په پام کې ده، چې د چهار شنبې د ورځې ناوخته د شمالي اتلانتیک شورا له غړو او د ناتو له مشر سره هم له افغانستان سره د ناتو د راتلوونکو همکاریو په اړه خبرې وکړي.