کابل باختر د مرغومي دويمه :
دطالب او داعش ډلو پورې اړوند څوارلس تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې په نويونښتو کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دمومند درې ، هسکې مينې او خوږياڼيو په ولسواليو کې بريد وشو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې دطالبانو او داعشيانو دډلو څوارلس تنه غړي ووژل شول .
ده وويل چې دغه ډار اچوونکي په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې پرې بريد وشو .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ