سیاست

د اروپا اتحاديې د سولې انستيتوت خپلې تجربې د سولې له عالي شورا سره شريکوي

 کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۸ مه
د سولې د اجماع لپاره په سيمه ئيزو چارو کې د جمهور رييس حانګړي استازي  او د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس محمد عمر داوودزي پرون د اروپا اتحاديې د سولې انستيتوت له رييس ميخاييل کيتينګ سره وکتل.
د سولې د عالي شورا مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې له بهير سره د اروپا اتحاديې د سولې انستيتوت د همکاريو، د سولې په بهيرکې د وروستيو بدلونونو او د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړولو په باب خبرې اترې وکړې .
د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چاروکې د جمهور رييس ځانګړي استازي  محمدعمر داوودزي د سولې په باب د تحقيقاتو ترسره کول مهم وباله او د هغو هېوادونو، سازمانونو او موسسو د تجربو پر شريک کولو چې د سولې په باب يې کار کړى دى، ټينګار وکړ .
د يادونې وړ ده چې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس په دې کتنه کې د اروپا اتحاديې د سولې د انستيتوت رييس او ملکري هيئت ته يې په اوسنيو شرايطو کې د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړولو د هدف او ارزښت په باب معلومات ورکړل .
د دغې کتنې په دوام د اروپا اتحاديې د سولې د انستيتوت رييس د سولې د عالي شورا د هلوځلو په ستاينې سره، د افغانستان د سولې له عالي شورا سره  د دغه  علمي او تحقيقي بنسټ په همکاريو ټينګار وکړ .
کيتينګ د سولې په برخه کې د دغه انستيتوت ځينو تجربو ته په اشارې سره تيارى  اعلام کړ چې دغه تجربې د سولې لپاره د ظرفيت جوړونې په خاطر د سولې له عالي شوراسره شريکوي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته