امنیت

د بهرنيو ځواکونو په عملياتوکې شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
په لوګر ولايت کې د بهرنيو پوځيانو په هوايي بريدونوکې ١٦ تنه طالبان ووژل شول.
دلوګر د والي ويندوى دين محمد درويش دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات پرون له هغه وروسته ترسره شول چې وسله وال طالبان دلوګر ولايت په مرکز پل علم پورې اړوند په شولوک سيمه کې د ورانکارو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو.
د درويش دڅرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې ١٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې په هغوکې د وسله والوطالبانو د ډلې دوه تنه سيمه ييزقوماندانان هم شامل دي.
د ده دڅرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته