سیاست

دمشرانو جرګې پيغام

کابل   باختر د کب د مياشتې  ٣  :
دپخواني شوروي  اتحاد دسره پوځ پرخلاف دکابل ښاريانو د ١٣٥٨ کال دکب دمياشتې ددرېمې  نيټې د درناوي په مناسبت  دملي شورا  دمشرانو جرګې پيغام:
دملي شورا دمشرانو جرګه دپخواني شوروي اتحاد دسره پوځ پرخلاف د ١٣٥٨ کال  دکب دمياشتې  په دريمه نيټه دکابل ښار  دمجاهدينو دپاڅون په درناوي  ددغه تاريخي پاڅون دشهيدانو او مبارزينو دخاطرو  درناوى کوي او دهېواد  دټولو شهيدانو پاک روح ته دعا کوي.
زموږ خلک په ياد لري  چې  له نن ورځې څخه ٣٦ کاله مخکې د ١٣٥٨ کال دکب دمياشتې په دريمه نيټه  چې په افغانستان  دروسيې پوځيانو  له تيري څخه څو محدودې مياشتې تيرې شوې وې   دشوروي قطعاتو دشتون پرخلاف دهېواد  دپايتخت  داوسيدونکو بې سارى پاڅون دکابل ښار له چنداولو څخه پيل او دښار زياترو سيمو ته يې پراختيا وموندله او خلکو د الله اکبر په نارو   او د ډبرو او لرګيو په کارولو سره يې دپرديو پوځيانو  او دهغود ګوډاګي رژيم پرخلاف پاڅون وکړ او دخپل هېواد دآزادۍ  او خپلواکۍ دفاع يې وکړه  چې په دې  خونړۍ پيښه کې ، له بده مرغه يوشمير کابل ښاريان دواکمن  رژيم دوسله والو  کمونستي قوتونوله خوا شهيدان او يوشمير نور هم ونيول شول  خو ددغه  پاڅون   تلپاتې  حماسې په هېواد کې دجهاد ددوام لپاره الګو شوه او زموږ دهېواد په تاريخ کې د هېواد دننني او راتلوونکي نسل لپاره په يادګار پاتې شوې .
دملي شورا دمشرانو جرګه ددغه پاڅون  دشهيدانو  او مجاهدينو دخاطرو درناوى کوي  او يوځل بيا  ددغې معرکې  دشهيدانو او دنورو درنو شهيدانو پاک روح ته دعا کوي او   دلوى خداى  (ج) له دربار څخه دفردوس جنت هيله ورته کوي او باور لري  چې  د هېواد خلک دغه راز دهر پردي  يرغلګر په وړاندې  دآزادي غوښتنې بيرغ  رپانده ساتي  او دخپلو نيکونو په دود دهېواد  او دهغه دګټو دفاع او ستانه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته