ټولنه

په روزګان کې له ۱۴۶ کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل شوه

ترینکوټ باختر د لړم د میاشتې ۲۱ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د بیلا بیلو خیریه بنسټونو له لوري د مرکز ترینکوټ اړوند د ګرماب د سیمې له بیځایه شویو سره د ۱۲۰۰۰ افغانیو نغدي مرستي په ګډون د یو شمېر نورو اړینو توکو د مرستو لړۍ پیل شوه.
د روزګان ولایت سکتوري رېیس انجینر ګران د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د کډوالو دچارو نړیوالې ادارې، د نړیوال خوراکي پروګرام او یونیسیف ادارې څخه د کډ‌والو چارو امریت تر څارنې لاندې د مرکز ترینکوټ اړوند د ګرماب د سیمې له هغو اوسیدونکو سره وشوې، چې د جګړو له امله بیځایه شوي دي.
په ورته وخت کې د روزګان ولایت د کډوالو چارو آمر عبدالقهار دوست ډاډ ورکړ چې، په نږدې راتلونکي کې به ددغه ولایت د مرکز ترینکوټ، چورې او دهراود ولسوالیو له ۱۲۰۰ بیځایه شویو کورنیو سره او ۹۰۰  نورو اغیزمنو کورنیو سره د ملګرو ملتونو د نړیوالو ادارې له خوا د ژمنیو توکو مرستې وشي.
له خوا د ګرماب د سیمې یو تن اوسیدونکی نعمت الله وايي، چې د مرستو لړۍ رڼه او شفافه نه ده او هغه چاته ورکول کېږي، چې پېژندګلوي ولري.
نعمت الله ددغو ادارو له خوا تر سره کیدونکو سروې ګانو ته هم د فساد ګوته ونیوه او زیاتوي، چي د ترسره کیدونکو سروې ګانو پر مهال د کلي مشر خپل خپلوان راټولوي او د بیځایه شويو په لیست کې يې ګډوي،چې له امله يې حق حقدار ته نه رسیږي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې له څه باندې یو کلنې جګړې راهیسې تر اوسه پوري زرګونه کورنۍ بیځایه شوې، کورونه يي ویجاړ شوي، بڼونه او کرنیز فصلونه يي وچ شوي او همداراز يي د مالي زیانونو تر څنګ سخت ځاني زیانونه هم لیدلي دي، ددې ولایت دولتي چارواکي وايي، چي له دوي سره مرستې شوي، خو اغیزمن شوي خلک دا نه مني او وايي، چي مرستې دوی ته نه رسیږي بلکي هغو کسانو ته رسیږي، چي زور او زر ولري.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته