امنیت

په کابل کې دوژنې ديوې قضيې عامل په اعدام محکوم شو

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٣ :
دکابل ښار دڅلورمې   حوزې داستيناف محکمې نن يه يوه علني قضايي غونډه کې دوژنې  ديوې قضيې عامل په اعدام محکوم کړ.
دباختراژانس دخبرله مخې  شل کلن ځوان  اجمل دروان  کال دلړم دمياشتي په لومړيو وختو کې ديو تکسي موټر  چلوونکې عبدالقادر دده دموټر دغلاکولو په مقصد وژلي و چې وروسته دپوليسو له خوا ونيول شو.
اجمل  دقضايي  هيئت په وړاندې  په ډاگه  اعتراف  وکړ  چې موټر چلوونکې عبدالقادر يې په داسې حال کې چې  په يوه پښه معيوب و   ددشت برچې په ساحه کې په غاړه دچړې په ګوزار سره وژلي و او موټر يې غلاکړي و ا و وروسته يې هغه په خپل پلار پلورلي و.
داجمل پلار هم په محکمه کې په خپل زوى شهادت ورکړ . قضايي هيئت په جرم
کې  دواقعيت  دقضيې دمتهم داعتراف اودپلار دشهادت په نام کې نيولوسره شل کلن اجمل دعبدالقادر دوژنې په پيښه کې مجرم وباله او هغه يې په سختو مجازاتو يعني اعدام محکوم کړ.
داجمل پلار دموټر دپيرودنې په جرم په څلور کاله بند محکوم شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته