امنیت

دولس تنه تروريستان په درقد کې ووژل شول.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
دکورنيو چارو وزارت مقاماتو دتخار ولايت د درقد په ولسوالۍ کې د ١٢ تنو ډار اچوونکو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : ١٢ تنه ډار اچوونکي طالبان هغه وخت دتخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې دملي پوليسو له ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول چې دغو ډار اچوونکو تيره شپه دامنيتي ځواکونو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې ددغو ځواکونو له متقابل ځواب سره مخامخ شول په دغو جګړو کې ٣٦ تنه ډار اچوونکي ټپيان او دپوليسو يو سرتيرى شهيد او شپږ تنه نور ملي پوليسان ټپيان شول .
دغه راز پنځه تنه ډار اچوونکي طالبان هغه وخت ووژل شول چې دغې ډلې دجوزجان ولايت دفيض آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ .
دوژل شويو ډار اچوونکو مړي او دهغوى يو شمير جنګي وسايل دجګړې په ډګر کې پاتې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته