امنیت

په هرات کې يوه تروريستي شبکه دړې وړې شوه

کابل باختر دلړم  نولسمه :
يوه تروريستي شبکه د هرات د پوليسو په ځانګړو عملياتوکې وپيژندل شوه او  غړي يې ونيول شول .
دغه تروريستي شبکه چې د هرات ولايت د پښتون زرغون ولسوالۍ د بلند آب کلي د جومات د ملا امام مولوي ملا محمد ايوبي په مشرۍ فعاليت کاوه، د هرات د امنيه قوماندان پاسوال امين الله امرخيل او د پښتون زرغون ولسوالۍ  د امنيه قوماندان سمونمل محمد يونس بارکزي په مشرۍ د ملي پوليسو  په ځانګړو عملياتوکې د دغې ولسوالۍ د بلندآب په کلي کې وپيژندل شوه او شپږ تنه غړي يې ونيول شول .
دغه تروريستي شبکه په زياترو تروريستي بريدونو کې چې د هرات ښار او د پښتون زرغون او اوبې په ولسواليو کې ترسره کيدل، لاس درلود .
  د دغې تروريستي شبکې سرګروپ مولوي ملا محمد ايوبي د تروريستانو په روزنې او په خپل کورکې له وسلو سره د تروريستانو په پټولو سره هغوى د امنيتي ځواکونو او نورو دولتي مقاماتو ترور ته هڅول .
دا په داسې حال کې ده چې د دغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د سيمه ييزو پوليسو دوه تنه سرتيري وکيل احمد او بصير احمد چې په يوې نوې پيښه کې په بلند آب کلي کې شهيدان شول، د دغې پيښې عاملين شپه د دغې تروريستي شبکې د سرګروپ مولوي ملا محمد ايوبي په کورکې تېره کړې وه .
نيول شويوکسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته