امنیت

يوه ليسه د توغنديو د لګيدو له امله ويجاړه شوه

 کابل  باختر دکب دمياشتې١٣:
د پلخمري ښار د ګاوسارانو د کلي د ابراهيم خان ګاوسار د ليسې ودانۍ د وروستيو جګړو له امله يوڅه ويجاړه شوې ده.
د بغلان د پوهنې د مصوونيت مسوول ګل محمد د باختر آژانس خبريال ته وويل:
د ګاوسارانو د ليسې ودانۍ چې طالبانو ورڅخه د سنګر په توګه استفاده کوله؛  د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې په بهيرکې د توغنديو دلګيدوله امله  ويجاړه شوې ده .
ويل کيږي له دغې سيمې څخه د دولتي ځواکونه له وتلو وروسته د ښوونځي ودانۍ بيرته د طالبانو له خوا نيول شوى او د مالي زيان په اوښتو سربېره د دغې ليسې ټول اسنادله منځه تللي دي.
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: اوس په دغه ولايت کې١١٠ښوونځي تر امنيتي ګواښ لاندې دي چې له دې جملې څخه ٢٠ ښوونځي د ډنډغوري او ډنډشهاب الدين  په سيموکې موقعيت لري.
خبرځاى زياته کړه: په دغوښوونځيو کې ٥٠  زره تنه زده کوونکي په زده کړې بوخت دي چې په دغو ساحوکې د جګړو او نا امنيو د دوام په صورت کې به دغه ښوونځي په ١٣٩٥ تعليمي کال کې تړلي پاتې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته