ورزش

دسيمرغ البرز ټيم جوړ شو.

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٤

شپږويشتو غوره څيرو دسيمرغ البرز دفوټبال د ټيم غړيتوب ترلاسه کړ .

دکابل دفوبټال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغو څيرو دفوټبال دهغو انتخاباتي سياليو پاى کې چې درې ورځې مخکې دپنځو ټيمونو ترمنځ په جوزجان کې پيل شوې وې دسيمرغ البرز دفوټبال منتخب ټيم ته لاره وموندله .

دقيومي دڅرګندونو له مخې : ددغو سياليو پاى لوبه چې دفارياب او جوزجان دفوبټال د ټيمونو ترمنځ وشوه دصفر په وړاندې په دريو سره دفارياب ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم ددغو سياليو اتل شو .

دغه راز دجوزجان دفوټبال دويم مقام وګاټه .

دقيومي دڅرګندونو له مخې  د راتلوونکې يکشنبې په ورځ په شمال ختيځ زون کې دموج هاي امو دفوټبال منتخب ټيم ته دغوره څيرو د انتخابولو په مقصد دفوټبال انتخاباتي سيالى په بدخشان کې پيليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته