سیاست

دهيواد د جمهور رئيس حکم

کابلباختردسرطان ٢٩
په نويو پستونو کې دکورنيو چارو وزارت داوو تنو افسرانو دټاکنې په باب د جمهوري رياست حکم .
دجمهوري رياست د يو حکم په ترڅ کې په ښه توګه ددندو د اجراکولو په لاره کې د کورنيوچارو وزارت داووتنو جګپوړوافسرانو دټاکنې په باب د کورنيو چارو وزارت وړانديز په دى شح منظورکړى دى.
دقندهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق اڅکزي دتشکيل د لوړيدو په نسبت دپاسوال په بست کې دقند هار ولايت د امنيه قوما ندان په توګه.
د٦٠٦ انصارزون پخوانۍ قوماندان سمونوال توريالي عبدياني دمل پاسوال په کمبود بست کې دقند هار ولايت د امنيه قوماندانۍ دامنيت د امر په تو ګه.
د٤٠٤ زون دتحقيقاتو پخوانۍ رئيس سمونوال رحمت الله د مل پاسوال په کمبود بست کې د قند هار ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي تحقيقاتو درئيس په توګه.
دفراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګاردپاسوال په بست کې د هلمند ولايت د امنيه قوماندان په تو ګه.
دپيژنتون درياست د احتياطو افسر مل پاسوال جمعه ګل همت دمل پاسوال په کمبود بست کې د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت د ا مر په توګه .
د٧٠٧ زون دجنايي تحقيقاتو پخوانۍ رئيس مل پاسوال محمدايو ب د مل پاسوال په کمبود بست کې د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي تحقيقاتو درئيس په توګه .
د٤٠٤ ميوند زون پخوانۍ قوماندان مل پاسوال ميرويس نورزي دمل پاسوال په بست کې دفراه ولايت د امنيه قوما ندان په توګه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته