سیاست

د ټولنيزو سازمانونو د ملکيت د څرنګوالي کميسيون خپله دويمه غونډه جوړه کړه

کابل_باختر د ليندى د مياشتې ٣ مه
د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجينر محمد خان په مشرۍ د ټولنيزو سازمانونو د ملکيت د څرنګوالي کميسيون خپله دويمه غونډه جوړه کړه چې پکې د تېرې غونډې د پرېکړو په اساس د پلازمينې کابل په ۱۵ناحيه کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د ۱۱۷۹۳۱ متره مربع ځمکې د ملکيت په اړه د بزګرانو د کوپراتيفونو د ټولنې رئيس او د کابل ښاروالۍ له خوا راوړل شوي اسناد او دلايل وڅېړل شول.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:

د کميسيون مشر انجنير محمد خان وړاندې شويو اسنادو ته په کتلو سره وويل: دا خبره ثابته ده چې د پلازمينې کابل په ۱۵ ناحيه کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د ۱۱۷۹۳۱ متره مربع ځمکه د دولت ملکيت دی، په دې اړه د کوپراتيفونو د ټولنې له خوا وړاندې شوي اسناد نېمګړي دي.
د دغه کميسيون مشر انجنير محمد خان د کابل ښارولۍ استازي، د بزګرانو د کوپراتيفونو د ټولنې رئيس،  نور اړوند وزارتونه او ادارې مکلفې کړلې چې د راتلوونکې شنبې ورځ پورې دې خپل بشپړ اسناد د اجرائيه رياست د لومړي معاونيت د دفتر رياست ته وسپاري، تر څو د ترلاسه شويو اسنادو پر بنسټ د ټولنيزو سازمانونو د ملکيت د څرنګوالي کميسيون، د دغې ځمکې د برخليک په اړه خپله وروستۍ پرېکړه د وزيرانو شورا ته وړاندې کړي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته