اقتصاد

خلک : دنفتي توکو سوداګر په ګران پلورنې لاس پورې کوي .

کابل باختر د زمري پنځلسمه :
يوشمير هېوادوالو دنفتي توکو په سوداګرو له خلکو څخه دزياتو پيسو دغوښتنې او دزياتې ګټې تورولګاوه .
دغو هېوادوالو له باختر اژانس سره په اړيکه کې ادعا وکړه چې له لسو ورځو راپديخوا په  نړيوالو بازارونوکې دنفتي توکو په بيو کې ديادونې وړ کمښت راغلى دى او له بلې خوا هم دبهرنيو اسعارو په وړاندې په څو تيرو ورځو کې دافغانۍ ارزښت لوړ شوى دى خو په هېواد کې دپټرولو او ډيزلو او هم اوبلن ګاز په بيو کې هيڅ راز تغير نه دى راغلى .
دکابل ښار اوسيدونکي يما داړوندو دولتي ادارو په مسوولينو دنفتي توکو دسوداګرو له خوا دګران پلورنې په بدل کې دبې توپيرۍ تور ولګاوه او ويې ويل چې له لسو ورځو راپديخوا په نړيوالو بازراونوکې ديوه ٢١٠ ليتره اومو تيلو په  بيه کې  يوولس ډالره کمښت راغلى دى يعني يوه بوشکه  چې په دوه پنځوسو ډالرو پلورل کيده اوس په يوڅلويښتو ډالرو پلورل کيږي خو په هېواد کې دتيلو په بيه کې هيڅ کمښت نه دى راغلى .
تکسي چلوونکي کرام الدين ادعا وکړه چې يوه خاصه کړۍ له بهر څخه دتيلو او نفتي  توکو واردات تر خپل کنترول لاندې  لري .
ده وويل چې بايد اړوندې دولتي ادارې په هېواد کې ددغو توکو بيه کنترول کړي او پرې نږدې چې فرصت غوښتوونکي او استفاده غوښتوونکي له هېوادوالو څخه زياتې پيسې واخلي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته