ټولنه

په پروان کې له سېلاو ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
د هند "هلپنګ" مرستندوی بنسټ په پروان کې له ١٤٠ سېلاو ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه.
په دې مرستې کې اوړه، وریجې، غوړي او د پخلنځي وسایل شامل دي.
د پروان والي جنرال فضل الدین عیار باختر آژانس ته وویل چې په دې دوره کې د پروان په مرکز چاریکارو ښار کې له ۱۴۰ سېلاو ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه.
هغه د (Helping) مرستندوی بنسټ د دغه نېک اقدام مننه وکړه.
د پروان والي له کورنيو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو او هم خیرغوښتونکو شخصيونو څخه وغوښتل چې له سېلاو ځپلو کورنیو سره مرسته وکړي.
د پروان په مرکز چاریکارو ښار کې د سېلاوونو د راوتلو له امله څه د پاسه ١٠٠ تنه ووژل شول او ١٠ تنه نور ټپیان شول.
دغو سېلاوونو دغه راز د خلکو د استوګنې د لسګونو کورونو او سلګونو جریبه ځمکې د ویجاړېدو سبب شوي دي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته