ټولنه

د اتل قول اردو قوماندان: تر هغه وخته چې مجبور نه شوو؛ له دفاعې حالته نه وځو

کابل/ د کب ٢۴مه/ باختر
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو قوماندان وايي چې تر هغه وخته چې پوځيان مجبور نشي؛ له دفاعي حالته نه وځي.
جنرال مير اسدالله کوهستاني د زابل په ارغنداب او شينکي ولسواليوکې د پوځيانو له واحدونو څخه د ليدنې په وخت کې وويل چې د سولي د رسېدو په خاطر هر راز هلو ځلو ته چمتو دى، که د وسله والو طالبانو ډله پوځيانو ته ګواښ وښيي؛ هغوى به غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.
جنرال کوهستاني وويل: پوځيان د هېواد په جنوب کې د خلکو د امنيت تامين او هر راز دفاع ته چمتو دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته