امنیت

په پکتیکا کې ۲۷ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

ښرنه باختر د زمري د مياشتې ۷ مه
د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ په تور تنګي سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پکتیکا د والي ویاند محمد رحمان ایاز باختر اژانس ته وویل: دغه نښته د جمعې دورځې له غرمې مخکې یوولس بجې پیل شوه او تر مازدیګره یې دوام وکړ چې له امله یې دولس تنه وسله وال ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپیان شول.
دی وایي په پېښه کې د سيمه ېيزو پولیسو څلور تنه سرتېري هم برسېرن ټپیان شوې چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه وآلې دى.
د يادونې وړ ده چې دوه ورځي وړاندې هم د پکتیکا ولایت په برملې ولسوالۍ کې د ګډوو ځواکونو په عملیاتو کې درې تنه مخالفين وژل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته