کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر
په هلمند کې ۱۶ وسله وال طالبان له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول او ۴ نوریې ټپیان شول.
دغه جګړې تېره شپه په سنګین، ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې ونښتې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې جګړې د پوځيانو پر کاروانونو او پوستو د وسله والو طالبانو له بریدونو وروسته ونښتې.
دغه قول اردو تایید کړه چې په نښتو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور یې ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځيانو په هلمند کې د ۲۰ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
تراوسه د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/ع