سیاست

مارشال فهيم د ايران له نوى سفير سره وکتل

کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې وروسته په کابل کې د ايران داسلامي جمهوريت له نوى سفير محمد رضا بهرامي سره دخپل کار په دفترکې وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال په کابل کې د ايران داسلامي جمهوريت دسفير په توګه دښاغلى بهرامي د بيا ټاکنې له امله ده ته مبارکي وويله او زياته يې کړه: هيله لرم دغه انتصاب له يوبل سره ددغو دوو دوستو، ورونو اوګاونډيو هيوادونوترمنځ د لازيات نږدې کيدو سبب شي .
په دې کتنه کې محمد رضا بهرامي هم هيله څرګنده کړه چې د افغانستان داسلامي جمهوريت او د ايران د اسلامي جمهوريت ترمنځ همکارۍ زياته وده ولري.
ده زياته کړه چې زه به په خپل ماموريت کې د دواړو دوستو او ورونو هيوادونو ايران او افغانستان ترمنځ د دوستانه او ورو ګلويزو اړيکو د زيات ټينګښت په لاره کې هلې ځلې وکړم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته