فرهنګ

دچاريکارو په ښارکې دعمربن خطاب جامع جومات پرانستل شو.

کابل باختردثور دمياشتي١٥ نيټه :

دپروان ولايت په مرکز چاريکارو ښارکې دعمر بن خطاب  جامع جومات نن پرانستل شو .

 دغه جومات  په ولسي جرګه کې دپروان ولايت دخلکو داستازي ميررحمان رحماني په مرسته دڅه ناڅه درې مليونو افغانيوپه لګښت په درې جريبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول  جوړشوى دى  چې په يو وخت کې دزرو تنو لمونځ کوونکو ظرفيت لري .

ددغه  جومات دپرانستلو په مراسمو کې دپروان ولايت عالمانو اومشرانو ددغه  جومات دجوړولو له امله  له ښاغلي رحماني څخه مننه او قدرداني وکړه .

ددغه جومات په انګړ  کې  شنه ساحه او نورې اړتياوي په پام کې نيول شوي دي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته