ټولنه

دسرپل په څلورو ولسواليو کې شل زره کورنيو ته دکار زمينه برابره شوې ده

کابل باختر د کب دمياشتې  ٨ :
دسرپل ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست مسوولين وايي چې ددغه ولايت په څلورو ولسواليو کې دساتنې اوڅارنې  د ٢٦٥ پروژه په پيلولو سره يې  شل زره کورنيو ته  دکار زمينه برابره کړې ده.
دسرپل ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رئيس انجينر احمدجاويد جاويد باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو پروژو کې دکليوالى سړکونو  ، بندونو ، ويالو ، سيلبرونو، پلګيو او پلونو او داوبو دمنابعو ساتنه او څارنه شامله ده چې ددغه ولايت  دسوزمه قلعه ، سانچارک ، صياد او دګوسفندي په ولسواليو کې  پيل شوې دي .
جاويد زياته کړه دغه پروژې  کارګر محوري دي  او په ټوليزه توګه  اووه شپيته مليونه پنځه سوه زره افغانۍ  لګښت لري چې په سلو کې اوويا يې کارګرانو ته ورکول کيږي اوپه سلو کې ديرش نورې دکار په وسايلو لګول کيږي .
دسرپل دولايتې شورا رئيس محمدنور رحماني هم دغه پروژې  اغيزمنې وبللې   او دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست  دکارونو اوفعاليتونو له امله يې خوښي څرګنده کړه او وايي  دملي پيوستون دپروګرام دکار له پاى ته رسيدو وروسته دا ددغه ولايت  خلکو ته دکارموندنې دويم اغيزمن پروګرام دى .
دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم  دسرپل ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست مسوولينو ددغه ولايت په مرکز او د بلخاب  او دکوهستاناتو په ولسواليو کې دساتنې او څارنې ددوه سوه پروژو دتطبيق خبر ورکړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته