خبرونهاقتصادټولنه

د قندهار برېښنا  ۲۴ ساعته کېږي

کابل/ د وري ۱۵ مه / باختر

د قندهار د برېښنا ریاست مسوولین وايي چې د دوو میاشتو په موده کې به د قندهار برېښنا زیاته شي، په وینا یې د دغه ولایت برېښنا به په ۲۴ ساعتو کې له ۲۰ څخه تر ۲۲ ساعتونو پورې وي.

د قندهار د برېښنا ریاست د اطلاعاتو مسوول احسان الله امین د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال ویس آرین سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د دوو څخه تر درېیو میاشتو پورې به د کجکي د لومړي فاز یا مخکنۍ فابریکې د درېیو توربینونو سره به د نوې فابریکې لومړی نمبر توربین هم فعال شي، چې په دې سره به دوه نور توربینونه هم یو په بل پسې په فعالیت پیل وکړي. په خبره یې، که چیرې د اوبو سطحه هم ورسره پوره وي، نو نه یوازې د قندهار ښار، بلکې د هلمند برېښنا به هم ۲۴ ساعته شي.

هغه وویل چې د نوې فابریکې د درېیو نویو توربینونو د نصب چارې جریان لري، چې په نصبېدو سره به یې د کجکي د برېښنا بند د توربینونو شمېر شپږو ته ورسېږی، چې په دوو فازونو کې به فعالیت کوي او د اوبو د سطحي د لوړوالي په صورت کې به د ۱۵۱ میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

ښاغلي امین د هغو مزو په اړه چې د کجکي برېښنا له قندهار ښار سره وصلوي وویل چې د تېرو جنګونو له امله د برېښنا مزي ډېر خراب شوي وو او هر وخت به مزي پرې کېدل، چې د تېرې یوې میاشتې راهيسې د کجکي – قندهار مزي د لښکرګاه څخه تر سنګین ولسوالۍ پورې بدل شوي، چي ظرفیت یې له ۱۲۰ ملي څخه ۱۸۵ ملي ته زیات شوی او په وینا يې د د پاتې مزي چارې به له روژې وروسته پيل شي.

هغه د قندهار د داخلي برېښنا د تولید په اړه وویل، چي اوس مهال په کندهار کي درې سولر پلانټونه موجود دي، چي  دوه یې د ۱۵ او یو یې د ۱۰ میګا واټه په ظرفیت فعالیت لري، یاد پلانټونه د خپل فعالیت لپاره د برق د یوي بلي منبع برېښنا ته ضرورت لري.

نوموړي د دهلې بند یادونه هم وکړه، چې د سروې له مخې د ۲۴ میګا واټه په ظرفیت برېښنا تولیدولای شي، خو تر اوسه توربینونه نه دي ورته نصب شوي.

د قندهار د برېښنا ریاست مطبوعاتي مسوول ښاغلي امین زیاته کړه، چې ټول قندهار په اوسني یعنې د پسرلي په موسم کې له ۴۵_۵۰ میګا واټه برېښنا ته ضرورت لري، چې د ورځې له خوا دغه مقدار برېښنا د کجکي او لمریزې برېښنا څخه تر یوه حده برابرېږي، مګر د شپې بیا لمریزه بریښنا قطعه کېږي او یوازې د کجکي ۸ میګا واټه برېښنا قندهار ښار ته په نوبتي شکل ورکول کېږي.

ښاغلي امین په ښار کې د برېښنا د وېش په اړه وویل، چي د برېښنا د وېش پلان په قندهار ښار کې په دوو ګروپو وېشل شوی دی، چي یوه ورځ د یوه او بله ورځ د بل ګروپ نوبت وي، خو په وینا يې د اوس له پاره چې هوا معتدله ده، د ورځې ټول ښار ته د صنعتي پارک په ګډون برېښنا ورکول کېږي، ځکه چې د ورځې لمریزه برېښنا موجوده وي، مګر د شپي په نوبتي ډول برېښنا توزیع کېږي.

هغه زیاته کړه، چې د کجکي د نوې فابریکې د درېیو توربینونو په نصب، د اوبو ظرفیت او تولید ته په کتو به د قندهار او هلمند ولایتونو د برېښنا وېش تنظیم شي.

له بلي خوا عام وګړي هم د برېښنا ریاست د نویو هڅو ستاینه کوي، مولوی سمیع الله چې په قندهار ښار کې د یوه مارکیټ منشي دی، وایي چې “موږ اوس ټول مارکیټ ته جنراټوري برېښنا ورکوو، چې مصارف یې زیات دي او په وینا یې د برېښنا نشتون  د ډېرو ستونزو سره مخ کړي یوو، که چیرې دولتي برېښنا موجوده وي، نو نه یوازې به د ستونزو څخه خلاص وي، بلکې حکومت به هم د برېښنا له درکه زیات عواید ترلاسه کړي.”

دا په داسې حال کې ده، چې په قندهار ښار کې لسګونه تولیدي فابریکې موجودې دي، چې ځینو یې د اسلامي امارت له راتګ څخه مخکې د برېښنا د نشتون له امله خپل فعالیتونه درولي و؛ خو اوس د اسلامي امارت مسوولینو د فابریکو د بېرته فعالیت لپاره هڅې پیل کړې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته