امنیت

د افغانستان په ختيځ کې د ناټو د هوايي بريدونوله امله دشپيتو تنو تروريستانو وژل کيدل

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٦ :
د افغانستان په ختيځ د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې د ناټو د پوځيانو د يو لړ هوايي بريدونو له امله ٦٠ تنه تروريستان ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول. دغه بريدونه پرون د اچين ولسوالۍ په ځينو برخو شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې ٦٠ تنه تروريستان وژل شوي  او په لسګونو تنه نوريې ټپيان شوي دي.
وژل شوي کسان او ټپيان د وسله والو طالبانوپه ډلې او د لښکر طيبه او د لښکر اسلام په ګډون په نورو تروريستي ډلو پورې اړوند بلل شوي دي.
يرغلګرو ته ډير دروند زيان  هغه وخت واوښت چې په لسګونو تنه وسله وال کسان  د يو لړ تروريستي بريدونو د ترسره کولو لپاره په اچين ولسوالۍ کې په يوه پټنځي کې راټول شوي وو چې د ناټو د بې پيلوټه جنګي الوتکوله خواپرې بريد وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته