امنیت

ديپلومات خپرونه : هلمند داپينو دتوليد له امله طالبانو ته مهم دى .

واشنګتن باختر دزمري درې ويشتمه :
  ديپلومات خپرونې دهلمند دجګړې په باب يومطلب  خپور  کړى دى او هغو رپوټونو ته يې اشاري کړې ده چې دقندهار لښکرګاه  په لويه لاره کې دوسله والو طالبانو دشتون څرګندوى دي .
ديپلومات دهلمند له بيلابيلو سيمو څخه دکابو ديرشو زرو تنو دبيځايه کيدو يادونه هم کړې ده .
دمقالې په دوام ويل شوي دي چې په زرګونو کورنۍ په څو تيرو اوونيو کې دجګړوله امله له خپلو کورونو اوکليو څخه وتلو ته اړې شوې دي او همدا اوس په لښکرګاه ښار کې په ناوړه حالت کې شپې سبا کوي .
دديپلومات  خپرونه دغه راز ليکي ددغو کسانو بيځايه کيدو بشري بحران رامنځته کړى دى ځکه په لښکرګاه ښار کې دخوراکي توکو، دڅښاک داوبو او ددرملو بيې لوړې شوي دي .
خپرونې په دوام کې ليکلي دي چې دجګړوله امله لښکرګاه ته دتګ راتګ لارې تړلې شوې دي
دمقاله  ليکوونکي په باور هلمند دطالبانو لپاره چې دقلمرو دلرلو په لټه کې دي ډير مهم دى او دکوکنارو  کرکيلې او دنشه يي توکو توليد ته په پاملرنې سره طالبانو ته ارزښتناک بلل کيږي . 
دديپلومات خپرونه دخپلې مقالې په پاى کې ليکي: وسله وال طالبان دنشه يي توکو دتوليد او قاچاقو له پلوه زياتې پيسې ترلاسه کوي او هلمند په دې خاطر دوى ته مهم  دى چې د پاکستان له بلوچستان ايالت سره ګډه پوله لري او قاچاق وړونکى بهر ته دهيرويينو اوموروفينو دقاچاقو لپاره  له همدې لارې استفاده کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته