نړۍ

دپيښور په ښار کې دپاکستان دهوايي پوځ ديوې الوتکې راغورځيدل .

پيښور  باختر د چنګاښ  پنځمه :
  دپاکستان  دهوايي پوځ  يوه الوتکه  نن په پيښور  کې ددغه هېواد په يوه هوايي  اډه کې راوغورځيده او دواړه پيلوټان يې ووژل شول .
دپاکستان د دي دان ورځپاڼې  دپاکستان دهوايي پوځ  ديوه وياند له خولي  وليکل  چې دغه روزنيزه  الوتکه  له ورځنۍ  الوتنې څخه دستنيدو او دپيښور په هوايي  اډه کې دراښکته  کيدو په وخت کې راوغورحيده چې  له امله يې  دالوتکې پيلوټ او دالوتنې  افسر وژل شوي دي .
دغه الوتکه په چين کې  جوړه شوې  جي اف  – ٧ پي جي اس   ډوله ده چې له  ٢٠٠٢  ميلادي کال  راپديخوا داف  -٦ الوتکو پرځاى دپاکستان په هوايي پوځ کې کارول شوې  ده اوله هغه  وخت  څخه تراوسه پورې دغه شان  کابو له يوولسو څخه تر دولسو پورې الوتکې له منځه تللي دي .
  ختم- عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته