امنیت

په نورستان کې ددريو تنو پاکستاني طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د ليندۍ  اتلسمه :
درې تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې  له پوځيانوسره  په نښته کې ووژل شول .
  دغه جګړه  نن له غرمې وروسته  په وانګ وايګل  ولسوالۍ کې  هغه وخت ونښته  چې يوې ډلې  يرغلګرو دسرحدي  پوليسو  دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .  دافغانستان په ختيح کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي .
ده وويل  چې  په يرغلګرو د سرحدي پوليسو  دسپرلۍ  په کاروان  دبريد په وخت کې ددوى له خوا ډزې وشوې  .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته