فرهنګ

محمديونس قانوني : موږ دسارک دفرهنګي پايتخت په توګه دباميانو دچمتو کولو لپاره هڅه او هاند کوو.

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٥ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني دسارک دسازمان دهېوادونو دهمغږۍ دکميسيون  دکار دپرانستلو او ددغو هېوادونو  دفرهنګي پايتخت په توګه دباميانو ولايت دپرانستلو دمراسمو دنمانځنې په غونډه کې  چې دپغمان په غونډۍ کې جوړه شوه ، دسارک دسازمان دغه تصميم دسيمې اودنړۍ دهېوادونو ترمنځ دافغانستان دښه مقام دليل وباله او زياته يې کړه  چې باميان په تاريخي لحاظ دمدنيتونو دتقاطع په مرکز کې دى  او ستر مدنيت لري.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال چې  په همدې مناسبت نن له غرمې مخکې  دپغمان غونډۍ په ماڼۍ کې خبرې کولې څرګنده کړه چې موږ بايد  په دغه شان ستر مناسبت  دباميانو د چمتو کولو لپاره هلې ځلې وکړو  اوپه همدې مقصد دنورو تياريو ترڅنګ داسې تدبيرونه ونيول شي  چې ددغه ښار دتاريخي آبداتو دويجاړتيا  مخه ونيول شي   او دغه آثار مرمت شي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز په همدې مناسبت دباميانو ولايت دظرفيتونو او امکاناتو لوړولو ته په اشارې سره ، ددغه انتخاب له امله يې  دباميانو خلکو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه   چې نن سهار دافغانستان داسلامي جمهوريت جلالتماب جمهوررييس له دريمې درجې څخه  دويمې درجې ته  دباميانو ، غور  اودلوګردولايتونو دلوړولو لارښوونه کړې ده چې ډير ژر اعلاميږي.
د جمهوري  رياست لومړي مرستيال هيله وکړه چې دسارک دسازمان  غړي هېوادونه  له تروريزم  ، نشه يي توکو او افراطيت سره دمبارزې په کار کې  چې سيمه يې  له بحران او  کړکيچ سره مخامخه کړې ده ، ګډ دريځ غوره کړي او دهغو پرخلاف همغږۍ مبارزه پرمخ بوځي .
دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين په دې غونډه کې وينا وکړه او دباميانو له تاريخي  او جغرافيايي لرغونتيا اوله هغو آفتونو او بلاو سره   چې په دغې تاريخي خاورې واردې شوې دي اړيکې ونيولې   او دآسيا دجنوب دهېوادونو دفرهنګي پايتخت په توګه دباميانو دنومولو په باب يې دسارک دسازمان پريکړه وستايله او ويې ويل : چې ددغې نومونې په برکت  هيله لرو  چې  درديدلى باميان بيا په هراړخيزه توګه احيا شي  .
ډاکتر رهين دغه راز په دې وينا کې وړانديز وکړ چې   دپغمان دغونډۍ ماڼۍ  دې په نوروزي ماڼۍ ونوموله شي .
ټاکل شوې ده د ٢٠١٥ ميلادي کال داګست په مياشت کې دباميانو ولايت  دآسيا دجنوب دسازمان ( سارک ) دغړو هېوادونوله خوا په رسمي ډول دسارک دلومړني فرهنګي مرکز په توګه ونمانځل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته