امنیت

د هېواد په ختيځ کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل / باختر/ د غويي دمياشتې ٧ مه
امنيتي ځواکونو نن سهار ٣٦ ماينونه او بمونه دلغمان، کونړ او ننګرهار د ولايتونو      له ګڼ مېشتو لارو او سيمو څخه کشف اوشنډ کړل.
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل   چې دغه بمونه او ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړاى شوي دي.
تر اوسه پورې د دغو ماينونو او بمونو د ښخولو مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى. 
خو د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وسله وال طالبان د دغو ماينونو او بمونو د ښخولو عامل بولي.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته