نړۍ

د بغداد په شمال کې ځانمرګى بريد وشو

بغداد باختر دثور ٢٧: دعراق د السوريه خبري آژانس خو شيبې مخکې د بغداد دشمال په الطارميه سيمه کې د ځانمرګي بريد له امله د اوو تنو د وژل کيدو خبر ورکړ . د السومريه خبري آژانس د عراق د امنيتي پوليسو د يوه مقام له خولې اعلام وکړ چې په دغه ځانمرګي بريد کې ٢٥ تنه نور ټپيان شوي دي . د را رسيدلي خبر له مخې: پرونى ځانمرګى بريد د بغداد دشمال په پنځوس کيلومتري واټن کې د الطارميه په سيمه کې د ماتم يوې غونډې ته څېرمه ترسره شو . په وروستيو اوونيوکې دا د عراق دپايتخت بغداد په مربوطاتو کې لومړى ځانمرګى بريد دى . عراق په تېره يوه مياشت کې په انتخاباتي مبارزو او د پارلماني انتخاباتو د څلورم پړاو په ترسره کولو بوخت و چې د امن په فضا کې ترسره شو. تر اوسه پورې د دغه ځانمرګي بريد مسووليت چاپرغاړه نه دى اخستى خو غير رسمي سرچينې د داعش تروريستي ډله ددغه بريد مسووله بولي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته